د عراق د حشد الشعبي قوماندان علی الحسیني خبر وکړ چې ځیني عربي او غربي هیوادونه د فارس خلیج په څنډه کښې هڅه کوي چې حشد الشعبي له مینځه لرې کړي.
علي الحسیني ټنیګار وکړ چې امریکا او د هغې غربي متحدان له حشد الشعبي څخه د انتقام په لټه کې دي، ځکه چې د الحشد ځواکونو په عراق کښې د هغوي تجربې ناکامه کړي او داعش ته یې په مالي او وسله یزه مرستې ماتې ورکړې ده.
هغه په دې وروستو کښې رامینځته شوې پيښو او د عراق د حزب الله د غړو نیولو ته په اشارې سره وویل: عربي او غرلي هیوادونو په وروستۍ دریو ورځو کښې د حشد الشعبي په خلاف د شهیدانو او مجاهدانو د سپکاوي او فتنې به هدف سره جنګي تبلیغات پيل کړې دي.
الحسیني څرګنده کړه چې الحشد یو ملي مقاومتي ځواک دی او د شر ټولې طرحې په له ماتې سره مخ وي، حشد الشعبي به پاتې وي او امریکا به زر یا وروستو عراق پریږدي.
3907471