IQNA

دهلی نو ورځپاڼې راپور ورکړ؛

17:37 - September 26, 2019
د خبر لمبر: 3482422
دې کال د حج په مراسمو کښې د هدي ۱۶۲ښاریزو مرګ
نړیواله ډله: د دهلی نو ورځپاڼې اعلان وکړ چې له ۲۰۰ زره هندوستاني زائرانو نه چې د وحي ځمکې ته لاړ وو، ۱۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، له هند؛ د دهلی نو ورځپاڼې د هند ۲۰۱۹ حج په اړه خپل راپور خپور کړي چې په هغې کښې څرګنده کړي د عربستان خاورې ته دغه سفر کې ۸ کسان چې په سعودي خاوره زږېدلي وو او ۱۶۲ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ودکړ.
د ۱۶۲ زائرانو ترمنځه چې د الله د کور زیارت ته لاړ وو او ژوند یی له لاسه ورکړو، ‍۱۳۰ مسافر د حج د کمېټۍ له اړخه اعزام شوې وو او ۳۲ نور کسان د زیارتي شرکتونو له اړخه تلی وو.
د ۲۰۰ زره نه زیات کسان له هند نه د حج فریضه ادا کولو لپاره عربستان ته لاړ و چې له هغو ترمینځه ۱۳۹ زره کسان او ۹۸۷ کسان د هندوستان د حج کمیټۍ له لارې اعزام شوې و، دا په داسې حال کې ده چې ۶۰ زره له دغه زائرانو د مسافرتی شرکتونو له اړخه تلي و.
۲۰۰ زره زائران په ۵۰۷ الوتنو کښې د هندوستان د ۲۱ سیمو نه عربستان ته اعزام شوې. د هندوستان د زائرانو نه ۱۱۶ کسان ماشومان او ښځې چې بی له کورنۍ په دغه سفر تلی وې نور هم ۲ زره او ۳۴۰ کسان و.
۷۴ زره مسافرانو د حج د مراسمو پيل کېدو په وخت کښې د هندوستان دننه د حج کمیټۍ ته د مسافرت لپاره د مټرو نه استفاده کړې، ۶۶ زره کسانو هم د مسافرت لپاره د بسونو نه استفاده کړې چې د حج سره تړون لرونکې کارونه لپاره یی د ښارونو دننه اقدامات ترسره کړې و.
۶۳ زره او ۹۳۶ زره هندوستانی زائرانو د قربانۍ لپاره اقدام کړې چې دغه کار د دغه هیواد د حج کمیټۍ په واسطه ترسره شو او نورو حاجیانو هم له خپل طرفه د قربانۍ اقدام کړې و.
د هند حکومت د د حج په ورځو کښې دغه هیواد د مسافرانو سلامتۍ د څارنی لپاره تقریبا د ۴ میلیون روپو دارو عربستان ته لېږلي او د حج د مراسمو د ورځو په اوږدو کښې ۱۷ آمبولانس هم  شپه و ورځ فعالیت ترسره کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3844514
captcha