IQNA

د پاکستان په ځینو سیمو کښې نن سخته زلزله راغله

0:00 - September 25, 2019
د خبر لمبر: 3482419
نړیواله ډله: په سیالکوټ، سرګودها، مانسهره ، ګجرات ، چترال ، ملاکنډ ، ملتان ، باجوړ او د ازاد کشمیر په ځینو سیمو کښې دغه زلزله زیاته احساس شوي ده .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو ویب پاڼی نه په نقل. د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد ، ازاد کشمیر ، پیښور ، راولپنډۍ او د لاهور په شمول دهیواد په شمالی سیمو کښې نن پینځه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغله چې کابو لس (۱۰) ثانیې یې دوام درلود .
ویل کیږی چې په دغه زلزله کښې د پاکستان د ازاد کشمیر په میرپور سیمه  پینځه (۵) کسان وژل شوي او سل(۱۰۰) نور ژوبل شوي  او د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې  په میرپور سیمه کښې سړکونو ته تاوان رسیدلی دی .
ویره شته چې د مړو او دژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شي .
د پاکستان خلک دسختې زلزلې له کبله له کورونو او دفترونو ووتل او هغوې د قران کریم تلاوت کاوه او دعاګانې کولې .
په سیالکوټ، سرګودها، مانسهره ، ګجرات ، چترال ، ملاکنډ ، ملتان ، باجوړ او د ازاد کشمیر په ځینو سیمو کښې دغه زلزله زیاته احساس شوی ده .
نوی خبر وايي چې دغه سختې زلزلې د پاکستان تر کنټرول لاندې د ازاد  کشمیر په میرپور سیمه کښې یو شمیر ودانیو ته هم تاوان رسولی دی .
ویل کیږي چې د هندوستان په پلازمیني نوي ډیلي کښې هم دغه زلزله احساس شوي ده .


بچوې: ایکنا
captcha