IQNA

ومو وژنئ خو؛ ناموس ته مو په سپکه مه ګورئ

23:51 - April 09, 2019
د خبر لمبر: 3482083
نړیواله ډله: دیوراپورپه اسا س دا په هلمند کې د هغو لاریون کوونکو له ډلې څخه د یوه سپین ږیري د خولې خبره ده چې؛ نن دوهمه ده د بهرنیانو له لوري د نیول شویو مېرمنو د راخلاصېدو لپاره راوتلي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دغه لاریونوال چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي د هلمند ولایت په باباجي نومي سیمه کې په سرک ناست دي او له حکومت غواړي څو نیول شوې مېرمنې یې ورته وسپاري، ددوی په وینا؛ نن یې دوهمه ورځ ده چې دلته ناست دي، شپه یې په شدیده یخني کې سبا کړې خو؛ نه کوم حکومتي چارواکی ورته راغلی او نه یې ددې ولایت کوم وکیل حال اخستي.
د لاریونوالو له منځه یو تن په عمر پوخ سړی وايي «ښځې یې بې عزته کړې، سرتورې یې بوولې، د دوو میاشتو ماشوم یې په تاریاکو کې غورځولی…. زموږ سره دومره بې عزتي شوې، دا امریکایانو نه دي بوولي، زموږ عسکرو بېولي».
یو بل تن سپین ږیري چې غږ یې لویدلی او بیا، بیا خپلې سترګې له اوښکو پاکوي، داسې وايي «که زموږ مرګ د چا په کار وي موږ دا یو دلته ورته راغلي یو، زموږ کورو ته دې څوک نه راپسې راځي، که زموږ کورو ته راځي، بیا دې زموږ زنانې نه بیايي، هلته دې موږ مړه کړي، زموږ زنانې دې مړې کړي، نفس مو يې نه قبلوي، ایمان مو یې نه قبلوي…».
یو بل تن د کېمرې په وړاندې وايي « که اشرف غني ځان زموږ مشر بولي، که والي ځان زموږ خپل سړی بولي موږ ورته وایو چې زموږ په سر دې لاس ونیسي او دا زنانې دې خوندي بیرته راپرېږدي…».
یاد لاریونوال ګواښ کوي؛ که مېرمنې ورته ونه سپارل شي لښکرګاه ښار ته به ننوزي او ولایت مقام به وتړي، ددوي له خولې « په دې لاره کې یې مرګ هم قبول دی خو دا حالت ورته د منلو نه دی».
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې ګډو ځواکونو ملکي وګړو ته د شپنیو چاپو په مهال د درنو تلفاتو اړولو سره، سره له ځینو کورونو مېرمنې هم بوولې چې بیا وروسته پرېښودل شوې، دې ډول پېښو د افغانانو ګڼ غبرګونونه راپارولي او دا ډول کارونه یې د سولې د روانې پروسې د سبوتاژ هڅه بللې
https://ariananews.co/ps/afghanistan
captcha