IQNA

د مصر د اسلامی کلتور په جشنوزمه کښې د ۱۸ هیوادونو شتون

10:59 - February 07, 2019
د خبر لمبر: 3481932
نړیواله ډله: د اسلامی کلتور نړیواله لومړۍ جشنوزمه د ۱۸ هیوادونو شتون سره د مصر بهرنې وزارت او کلتوری وزارت په همت سره او په قاهره کښې د اسلامی همکارۍ سازمان همکارۍ سره پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د المبتدا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د جشنوزمې پرانیستا د «فلسطین په زړه کښې یو امت او ډېر کلتورونه» شعار سره پرون مازدیګر د مصر کلتوری وزیر ایناس عبدالدایم له اړخه وشوه.
دا جشنوزمه د عربی امت کلتوری او اسلامی په هویت تاکید کوي او تر ۲۰ بهمن به ادامه لرې.
د مصر کلتوری وزارت په بیانیه کښې اعلان کړې: په دې جشنوزمه کښې د اسلامی ارزښتونو په وړاندې کولو او تاوتریخوالی، افراطی ګرۍ او ترهګري نه لرې او همدارنګه د اسلامی همکارۍ سازمان غړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو تقویه او د دغه سازمان د غیرو غړو په هیوادونو کښې د مسلمانانو اقلیت باندې به تاکید کېږي.
۱۸ هیوادونه عربستان، مصر، فلسطین، جمهوری آذربایجان، پاکستان، الجزایر، ګینه، سنګال، موزامبیک، امارات، یمن، کویت، کومور،  بورکینافاسو، موریتانی، بنګلادش، مراکش او اندونزی په دغه جشنوزمه کښې ګډون کوي.
هنري، کلتوری، ورزشي، فکری، سیل ګرځېدل، د هنري، د شعر او سنتي جامو نندارتون له دغه جشنوزمې فعالیتونو او پروګرامونو نه دی، د تنزانيا هیواد د دغې جشنوزمې افتخاري مېلمه دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3787692
captcha