IQNA

په ننګرهار کی دعامو خلکو دمرګ ژوبلو زیاتیدا د اندیښنې وړ ده

23:09 - December 11, 2018
د خبر لمبر: 3481753
نړیواله ډله: په افغانستان او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې په ختیز ولایت ننګرهار کی دملکی وګړوپر مرګ ژوبله نه یوازی دبشری حقونو خپلواک کمیشنن بلکی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم اندیښمنه کړې او دغه ادارې ،په خپل وروستی خپور شوی راپور کې خپله اندیښنه په ډاګه کړې ده.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  دافغانستان په ختیځو ولایتونو کې د بشری حقونو د خپلواک کمیسون چارواکی وایی  دشپې مهال  په عملیاتو کی د دعامو خلکو  مرګ ژوبلی د اندیښنې تر حده زیاتې شوی چې  دبې غمیزې ځیری دی.ددغوچارواکو پر وینا، د حکومت د وسله والو مخالفانو تر څنګ حکومتی او حکومت پلوه ځواکونه هم د عامو خلکو  په مرګ ژوبله کې لاس لری.
په ختیځو ولایتونوکې د بشری حقونو خپلواک کمیسون د سیمه ییزدفتر مشره میرمین صبرینه حمیدی وایی ،په دې وروستیو کې پر حکومتی مخالفانو سربیره دحکومت ځانګړی ځواک  او یو شمیر حکومت پلوه ځواک یا اربکیان  هم د عامو خلکو په مرګ ژوبله کې لاس لری .هغې وئیلی،په ننګرهار کی د حکومت ځانګړو ځواکونو شپنیو عملیاتو ښودلی چې ددغو عملیاتو ډیری قربانیان ملکی وګړی دی.میرمن صبرینه   زیاته کړې ، د بشری حقونو خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر په شپنیو عملیاتوکې دملکی وګړو مرګ ژوبلی اندیښمن کړی او په دی اړه یې خپلې اندیښنې له اړوندو ادارو سره شریکی کړی دی .دبشری حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر مشرې وویل دوې ددغو شپنیو عملیاتواو په کې د ملګی وګړو مرګ ژوبلی  په اړه خپل لاسوندونه   کره کړی او هر مهال چې اړتیا ولیدل شی دوی به یی له اړوندو ادارو سره شریک کړی.
په افغانستان او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې په ختیز ولایت ننګرهار کی دملکی وګړوپر مرګ ژوبله نه یوازی دبشری حقونو خپلواک کمیشنن بلکی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم اندیښمنه کړې او دغه ادارې ،په خپل وروستی خپور شوی راپور کې خپله اندیښنه په ډاګه کړې ده.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78840
captcha