IQNA

په پاکستان کښې د اهل سنت مسلمانانو غونډه باندې د ترهګرو برید

22:58 - December 11, 2018
د خبر لمبر: 3481750
نړیواله ډله: په کراچۍ ښار کښې د مسلمانانو په غونډه باندې نا معلومه ترهګرو برید کړې چې شپږ کسان په کښې ژوبل شوې وو.

د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان؛ دا برید تېره شپه د پاکستان د سند ولایت د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کښې ترسره شو چې ترهګرو د اهل سنت مسلمانانو د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زوکړې په مناسبت د میلاد خپل هدف ګرځولي وو.
په دغه برید کښې نا معلومه کسانو چاودونکې مواد د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد په جشن کښې چاود کړو او تېښته یی وکړه. دا محفل د ایم کیو ایم(پاکستان قومي متحده ګوند) ګونډ له اړخه پیل کېدو.
خالد مقبول صدیقي، د پاکستان د اړیکو او ټکنالوجي وزیر د دغه مراسمو ځانګړې مېلمه وو چې په دغه برید کښې بچ پاتې شو.
همدارنګه د پاکستان اهل سنت د ربیع الاول په میاشته کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې د جشن پيل کوې او دا محفلونه او جشن د دغه میاشتې تر اخیره پورې ادامه کېږي.
 د پاکستان ترهګرو افراطی او تکفیري ډلو په دغه برید کښې لاس لرلو او دغه ډلې د محرم الحرام په میاشتو کښې د شیعیانو او د ربیع الاول په میاشته کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې محفلونه خپل هدف ګرځه وې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3770772
captcha