IQNA

د جمال خاشقجی په وژلې کښې د سعودی عربستان د حکومت په مسولیت د نیکې هیلې اعتراف 

23:46 - December 09, 2018
د خبر لمبر: 3481743
نړیواله ډله: په ملګروملتونو کښې د امریکا استعفا شوی استازی «نیکې هیلې» بالاخره اعتراف وکړ چې د سعودی عربستان حکومت د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسول دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د نیکې هیلې اعتراف په داسې حال کښې دی چې د امریکا چارواکی له ټولو مدرکونو سره سره چې د جمال خاشقجی د وژلې په هکله یې لری هماغه راز په دغه وژلې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د رول د پټولو  هڅه کوی .د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د جمال خاشقجی د وژلې د څه دپاسه دوه (۲)میاشتې په تیریدا او د سعودی عربستان د غیر بشری سیاستونو پرضد د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د دریځ او د جمال خاشقجی په وژلې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د رول له ایشوا کیدا سره سره اوس هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شمول د واشنګټن ځینی چارواکی د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د تبرئه کیدا او له هغه د ملاتړ د دوام غوښتونکی دی .
جمال خاشقجی د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان  په سیاستونو نیوکه کونکی خبریال وو چې دنیول کیدونکو کسانو په فهرست  او د سعودی عربستان د رژیم تر تعقیب لاندې وو .
د سعودی عربستان نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د روان میلادی کال د اکتوبر په دوهمه(۲) نیټه د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان کنسولګرۍ ته له  ورتلو وروسته بې درکه شو او د سعودی عربستان رژیم له اتلس(۱۸) ورځې  چپتیا او دهغه د وژلې له دروغ بللو وروسته بالاخره دنړیوالې ټولنې دباونو لاندې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې دهغه وژله تائید کړه .
د سعودی عربستان په داخل او خارج کښې د حکومت دمخالفانو په ځپلو کښې د سعودی عربستان بشری ضد سیاستونه او د دغه هیواد دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی وژله او دیمن پرضد د سعودی عربستان د جنګ دوام سبب شوی دی چې په نړۍ کښې ډیر مدنی فعالان د سعودی عربستان د رژیم او په شخصی ډول د محمد بن سلمان تر دباو لاندې د راوستلو او دغه راز په ریاض د وسلو د خرڅولو په موضوع کښې د اړیکو د کمولو غوښتنه وکړی .
سره له دې دامریکا چارواکی چې په سر کښې یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دی هماغه راز نه یوازې د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رول باور نلری بلکې په دې زمینه کښې  په محمد بن سلمان د هرډول دباو د راوستلو مخالف هم دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې وویل امریکا به د سعودی عربستان شریک پاتې شی حتی که چیرې ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې له پلان څخه خبر هم وی .
په حقیقت کښې په سیمه کښې د امریکا له سیاستونو د محمد بن سلمان پیروۍ او د سترو وسله والو تړونونو او د سیاسی او اقتصادی اړیکو شتون یوې خوا او په  واشنګټن کښې د سعودی عربستان د لابۍ فعالیت او په سیاستوالانو کښې د دغه لابۍ نفوذ سبب شوی دی چې دامریکا دحکومت چارواکی له ‌‌ډیرو ثبوتونو سره سره  د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ملاتړ او د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې له لاس لرلو د هغه د تبرئه کولو هڅه وکړی .
په دې لړ کښې  د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د خبریال جمال خاشقجی د وژلې په ارتباط په واشنګټن کښې د سعودی عربستان د رژیم د سفیر خالد بن سلمان د ایستلو له غوښتنو سره مخالفت کړی دی او د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو هم دهغه ملاتړ وکړ .
دامریکا دحکومت دچارواکو دغو دریځونو د هیواد دننه د ډیرو مدنی او سیاسی فعالانو غوسه راپارولی ده .
دامریکا د ریپبلیکن ګوند دمشرانو جرګې غړی سناتور رینډ پال (Rand Paul) په دې زمینه کښې وویل د سعودی عربستان په اقداماتو په تیره بیا  په حکومت دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی په بې رحمانه وژلې سترګې پټول به د بندیانو د اعدام د زیاتیدا او ددغه هیواد د سیاسی څیرو د حذفولو او د وژلې د دبهیر د دوام سبب شی .
د خبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د سعودی عربستان د رژیم په مسولیت باندې په ملګروملتونو کښې د امریکا د استعفا شوی  استازی نیکې هیلې اعتراف ددې ښودنه کوی چې دامریکا د حکومت چارواکی په تیره بیا ولسمشر ډونالډ ټرمپ که څه هم دخبریال جمال خاشقجی په وژلې کښې د ولیعهد محمد بن سلمان په  رول (لاس لرلو) کاملا خبر دی خو هڅه کوی هماغه راز په سیمه او عربستان کښې د امریکا د ګټو او دسیاستونو په لړ کښې د محمد بن سلمان ملاتړ وکړی
http://parstoday.com/ps/news/world-i78789
captcha