د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د افغانستان د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ له نسکوریدا وروسته د دغه ولایت په سلګونو کورنۍ د ناکراریو او بې ثباتیو دزیاتیدا له امله له خپلو کورونو کوچیدلی دی . راپورښئ په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو په یرغلونو کې د دایمیرداد ولسوالۍ او دپولیسو د دولسو پستو له نسکوریدا وروسته تر پرون ناوخت پورې د نښتو دزیاتیدا او داړۍ ګړۍ دپراختیا له ویرې په سلګونو کورنۍ له دغه ولایته کډه په سر شوی دی .
دم ګړۍ دایمیرداد ولسوالۍ او دپه دغې ولسوالۍ کې درست حکومتی مرکزونه د طالبانو په کنټرول کې دی او له تیرې جمعې شپې څخه تر پرون مازدیګر پورې میدان وردګ چې جنګ اوج ته رسیدلی دی .
دایمیرداد ولسوالۍ تیره اونۍ د طالبانو په حملې کې نسکوره شوی او د دغې ولسوالۍ د پولیسو دمشر قوماندان پشمول په لسګونو پولیس او امنیتی ماموران هم وژل شوی دی.
parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76537