د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایرنا د رپورټ له مخې د ایران د سرې میاشتې ادارې مشر علي اصغر پیوندي نن د افغانستان د روغتیا له وزیر فیروز الدین فیروز سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې په کابل کښې یې د ایران لخوا د جوړ شوي روغتون کتنه کړې ده، وویل: د درملیزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د دغه روغتون د سنبالښت لپاره ضروري اقدامات به د افغانستان په خوښه ترسره شي.
پیوندي همداشان په کابل کښې د درملنې د یو مرکز جوړولو په خبر سره وویل: دې ته په پام سره چې دغه مرکز د افغانستان کار او ټولنیزو چارو د وزارت تر ټولګې لاندې فعالیت کوي، سبا به د دغې وزارتخانې له مسئولانو سره په کتنه کښې د هغه د څرنګوالي په هکله د نظر تبادله وکړي.
د افغانستان د روغتیا وزیر هم د درملیزو خدماتو د وړاندې کولو لپاره په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتون د سنالیدو او فعالیدو غوښتنه وکړه.
د ایران د سرې میاشتې د ادارې مشر همداشان نن سبا د افغانستان د ملي وحدت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره کتلي او د دلچسپۍ وړ دوه اړخیزو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76385