IQNA

په برېتانیا کښې د اسلامی هیوادونو تاریخي او هنري آثارو نندارتون

13:22 - June 25, 2018
د خبر لمبر: 3481270
نړیواله ډله:  د دې کال په مهر میاشته کښې د اسلام کلتوری آثارو غرفه به د برېتانیا په موزه کښې د اسلامی هیوادونو تاریخي او هنري معاصر او لرغونې آثارو نندارتون کښې شورو کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې نندارتون کښې به د اسلامی هیوادونو له غرب نه تر افریقا او تر ختیځ آسیا له لومړي قرن نه تر معاصر کلتوری او هنري آثار وړاندې کېږي.
د برېتانیا موزې د دې خبرتیا په هکله لیکلې: اسلام د یو باور به عنوان، یو سیاسي نظام او یو کلتوری نظام په توګه ډېر مهم رول د نړۍ په تمدن کې لري، په دې نندارتون کښې د زیاتو هیوادونو لکه ایران، ترکیه، نیجریه، اندونزی او نورو هیوادونو آثار وړاندې کېږي.
 د برېتانیا د موزې مشر ونیتیا پورتر د آناتولی خبریال ته وویل: د دې ګالري لپاره دوه غرفه ورکړي شوي او په دې کښې به د اسلامی هیوادونو هنري او کلتوری آثار له اووم قرن نه تر اوسه پورې نندارې ته وړاندې کېږي.
هغه زیاته کړه: د دارنګه نندارتون پیل کول د مسلمانانو آداب او کلتوری نندارې لپاره یو ښه فرصت دي، همدارنګه په دې ګالري کښې به هغه مشهور آثار چې په دې کښې به وړاندې کېږي د ایرانی حماسې سنتي کیسې دی چې د هغې لرغونتوب تر ۱۴ قرن رسېږي، حمزه نامه هم د دغه کیسو یوه مجموعه ده چې د ۱۶ قرن مغل هندي شاګانو ته شامل ده، دا نندارتون به عمومي خلکو ته د نندارې لپاره وړاندې کېږي.
په دې نندارتون کښې یوه ګالري د ترکی مشهور ګوډۍ جوړوونکې ګډو لپاره هم نندارې ته وړاندې شوي ده.
دا نندارتون د البخاری موسسې چې په مالیزیا کې ده او نړیواله فعالیتونه لري په حمایت سره پیل کېږي او تر ۲۶ مهر پورې به یی پرانیستا کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3724918
captcha