IQNA

دهرات ددینی عالم شهادت سترجنایت اونه بخښونکی عمل دی

9:46 - June 24, 2018
د خبر لمبر: 3481265
نړیواله ډله: دالومړنی ځل نه دی چې د افغانستان دیوه دینی عالم وینه تویږی له دې مخکې هم په جوماتونو او مذهبی ځایونو کې د لسګونو دینی عالمانو او روژتیانو وینه توی کړائ شی او د دغه شان جنایتونو پړه هم تکفیری داعشی ترهه ګرو په غاړه اخستې ده .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی دی ،  د افغانستان ولسمشر اشر ف غنی     په یولړ څرګندونو کې  په  هرات کې داهل تشیع دیوه ستر دینی عالم  ترور  یو نه بخښونکی  عمل اوستر جنایت بللی او  وئیلی ئې دی ،  ددینی عالمانو  ترور کول  په یوه دین او مذهب کې  هم دتوجیه وړ نه دی او   داسلامی اوا نسانی ارزښتونو  په خلاف اقدام دی .
 هغه  حجةالاسلام  جعفر توکلی یو غوره او تکړه دینی عالم بللی او زیاته ئې کړې ده ،  هغه  داسلام دپاک دین  د دستوراتو   په تبلیغ او  ددینی مسئلو  په دودولو کې  ډیرې زیاتې هلې ځلې کړی دی .
دافغانستان ولسمشر   له امنیتی مسئولانو غوښتی دی ،  د دغه غیر ا نسانی اووحشی ډوله اقدام  عاملان دې  سملاسی  وپیژنی او ویئ نیسی .
دالومړنی ځل نه دی چې د افغانستان   دیوه  دینی عالم  وینه تویږی له دې مخکې هم په جوماتونو او  مذهبی ځایونو کې د لسګونو دینی عالمانو او روژتیانو  وینه توی کړائ شی او د دغه شان جنایتونو پړه هم تکفیری داعشی ترهه ګرو په غاړه اخستې ده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i73834
captcha