د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی دی ، د افغانستان ولسمشر اشر ف غنی په یولړ څرګندونو کې په هرات کې داهل تشیع دیوه ستر دینی عالم ترور یو نه بخښونکی عمل اوستر جنایت بللی او وئیلی ئې دی ، ددینی عالمانو ترور کول په یوه دین او مذهب کې هم دتوجیه وړ نه دی او داسلامی اوا نسانی ارزښتونو په خلاف اقدام دی .
هغه حجةالاسلام جعفر توکلی یو غوره او تکړه دینی عالم بللی او زیاته ئې کړې ده ، هغه داسلام دپاک دین د دستوراتو په تبلیغ او ددینی مسئلو په دودولو کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړی دی .
دافغانستان ولسمشر له امنیتی مسئولانو غوښتی دی ، د دغه غیر ا نسانی اووحشی ډوله اقدام عاملان دې سملاسی وپیژنی او ویئ نیسی .
دالومړنی ځل نه دی چې د افغانستان دیوه دینی عالم وینه تویږی له دې مخکې هم په جوماتونو او مذهبی ځایونو کې د لسګونو دینی عالمانو او روژتیانو وینه توی کړائ شی او د دغه شان جنایتونو پړه هم تکفیری داعشی ترهه ګرو په غاړه اخستې ده .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i73834