IQNA

د حضرت معصومه سلام الله علیها په حرم کښې د قرآن موزه او خزانه

د حضرت معصومه سلام الله علیها د حرم موزه د هیواد په لرغونې موزو کښې شمېرلې کېږي چې په کال ‍۱۳۱۴ آبان میاشته کښې د حرم غربی دروازې سره جوړه شوې، په دغه کښې موجود د قرآن کریم خطی نسخې له دویمې پېړۍ نه تر اوسه پورې چې ترټوله لرغونې قرآن په دغه موزه کښې د کال ۱۹۸ هجري لیکلې شوي قرآن دی او په شورو کښې پرې د عباسی خلیفه مامون نوم لیکلې شوې دی. د دې موزه قرآنونه اکثر په کوفي، ثلث، نسخ، محقق او په ریحان خط کښې لیکلې شوې، د حرم په کتابتون کښې د چاپی قرآنونو په خزانه کښې متولیان، متمولان، د ولایتونو حاکمانو، باچاګانو او د ایران کلتوری او مشهور کسانو نسخې چې په بېلابېلو وختونو کښې حرم ته وخت شوې هم شتون لري.