د ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر پوهنتون تبلیغ او دینی اصول پوهنځې مشر عبدالفتاح غواری د دې کانفرانس پیل کېدو په اړه وویل: دا کانفرانس د اسلامی میراث لوستلو او د دغه آثارو نه صحیح فهم اخیستلو او د فهم او وهم ترمنځه فرق کولو هدف سره پيل کېږي.
په دې کانفرانس کښې، د عراق، کویت، اندونزی، مراکش، الجزایر، هند، دانمارک، امارات، لبنان او... هیوادونو نه راغلې څېړونکې شتون لري، د اسلامی میراث لوستلو کانفرانس به تر دوه ورځو ادامه لري او غونډې به یی د الازهر د عالمانو ټولنې په مشرتوب کښې پيل کېږي.
د دې نړیواله کانفرانس محور، د اسلامی میراث فهم او پېژندنه، د متن میراث او د هغې وحي سره ارتباط، اسلامی میراث او بیا رغونه، د متکلمین میراث، د فقهي میراث ځانګړې نظر، او د اسلام میراث په فهم کښې علمي هڅې، ټاکلې شوي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3697031